لویه څارنوالۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه نیول شوي وقایوي تدابیر وارزول شول

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۶
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د کرونا ویروس د مخنیوي او په دې اړه د وقایوي تدابیرو په موخه، د یادې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ کمېټه جوړه کړې ده. یادې کمېټې د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۲۸ د کرونا ویروس پر ضد د ترسره شوو فعالیتونو او اقداماتو د ارزونې په موخه خپله دویمه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د کنترول او مراقبت عمومي رئیس محمد نواب احمدزي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس عبدالقهار فرخ سیر، د خدماتو رئیس محمد آصف فیاض او د یادې ادارې ځينو نورو مسؤولانو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغې ناسته کې وویل، دا کمېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په لارښوونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په یاده اداره کې جوړه شوې، چې په لومړیو کې یې اته زیانمنې ساحې پېژندلې او په تړاو یې جدي وقایوي تدابیر نیولي دي. ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې د دغه ویروس د مخنیوي په موخه د یادې ادارې ټولو دفترونو ته د ویروس ضد مایع، ماسکونه، دستکش، درمل او داسې نور اړین مواد ورکړل شوي دي.

ښاغلي ارغون همداراز وویل، چې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم جوړ شوي او پر ضد یې د تدابیرو د نیونې په برخه کې د مالي او اداري چارو له مسؤولانو سره زیاتې ناستې شوې دي. هغه وویل، له نیکمرغه دغه اداره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او پر ضد یې د وقایوي تدابیرو په برخه کې مخکښه ده.

په ورته مهال کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، په دغې ناسته کې وویل، چې د کرونا ویروس د مخنیوي او پر ضد یې د وقایوي تدابیرو په برخه کې یادې ادارې د ډېرو نورو ادارو په پرتله خپلو کارکوونکو ته د وقایوي تدابیرو تر څنګ  ښه امکانات برابر کړي دي. د ښاغلي همت په خبره، د دغې ادارې په پنځو محلو کې د ویروس ضد درمل شیندنې لپاره، د دوا پاشۍ ماشینونه پېرل شوي دي، چې د درمل شیندنې په دغو ماشینو سره دوه کسان د ځانګړي لباس په درلودلو سره په دارلامان ودانۍ کې او یو بل په نوي ښار ودانۍ او شرق زون کې د ویروس ضد درمل شیندي.

د ښاغلي همت په خبره، دغې ادارې شاوخوا ۱۱۳ بوتله ویروس ضد مایع، د مراجعینو لپاره ۵ زره یو وار مصرف ګیلاسونه، ۱۴ زره ماسکونه، ۱۵ زره جوړې دستکش، ۳۵ کارتنه ډیټول او ۵۰ کارتنه د لاس مینځنې مایع پېرلې او ټولو کاري څانګو او شعبو ته توزېع شوي دي.

د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې ټولو ولایتي استیناف څارنوالیو ته لارښوونه شوې، څو د کرونا پر ضد وقایوي کړنو ته پام وکړي او مکلف شوي چې په دې اړه خپل راپورونه په پرلپسې ډول له مرکز سره شریک کړي. د نوموړي په خبره، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د کارکوونو حاضري تصویري شوې او شیدې ورکوونکې ښځینه کارکوونکې رخصت شوې دي. همداراز د هغه کارکوونکو لیست هم چمتو شوی چې عمر یې له ۵۸ تر ۶۵ کالو دی، چې دوی به هم رخصت شي او د اړتیا پر مهال به خپل کارونه په کورونو کې ترسره کوي.

په دغې ناسته کې، د کرونا پر ضد مؤظفې کمېټې پرېکړه وکړه، چې زیات عمر لروونکي کارکوونکي دې رخصت او په زیانمنو ځایونو کې دې د ویروس ضد درمل وقایوي تدابیر وارزول شي. همداراز، په دغې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د یادې ادارې له ویب سایټ، ویب پاڼې او فېسبوک پاڼې له لارې دې په دې تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه خپراوی زیات شي. مؤظفې کمېټې تصميم ونیو، چې د ټولو ریاستونو مسؤولان دې خپلو کارکوونکو ته د دغه ویروس پر ضد د جدي وقایوي تدابیرو سپارښتنې وکړي.

همداراز په دغې ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې کاري دفترونو ته د مراجعینو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه دې یوه هراړخیزه او داسې مشخصه طرحه جوړه شي، څو له یوې خوا د مراجعینو ستونزې او غوښتنې پوره او له بلې خوا کاري دفترو ته د مراجعینو د تګ او راتګ مخه ونیسي.

د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې ټولې ولایتي استیناف څارنوالۍ دې هم په خپلو اړونده ولایتونو کې د استیناف څارنوالیو د رئیسانو په مشرۍ د عسکري څارنوالۍ رئیس، کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ رئیس او اداري امر په ګډون د خپلو کارکوونکو او مراجعینو د وقایې په موخه کمېټې جوړې کړي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

BACK TO NEWS