د افغانستان درې رنګه بیرغ؛ د افغانانو هویت، مینه، غرور او ویاړ دی

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۶:۱۱
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د زمري اوومې د هېواد د بیرغ ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د زمري اوومه د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ ده، چې دا د هغوي هویت، مینه، غرور او ویاړ بلل کېږي.

دغه غونډه نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري پر اوومه، د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رییسانو په ګډون د لویې څارنوالۍ د دارالامان ودانۍ کې ونمانځل شوه.

ago

څارنپوه محمدفرید حمیدي په دغې غونډه کې وویل، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوی دی او څو ځلې هڅه شوې، ترڅو دا د یووالي، وحدت او تاریخي هویت، ویاړ او عزت له افغانانو واخیستل شي. ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه:« د افغانستان د بیرغ رنګ او نور خصوصیات یې د افغانستان خلکو د استازو له لوري په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوي، چې د رنګونو ښایست، باورونه، تاریخي هویت، مادي او معنوي لاسته راوړنې، یووالی او د قانون پر وړاندې د افغانانو د مساواتو ښودنه کوي.»

د هېواد لوی څارنوال د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو څخه هم مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې هغوي د دغه بیرغ تر چتر لاندې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغانانو له خاورې، عزت، حقوقو او انساني کرامت څخه په پوره زړورتیا دفاع کوي او د دغه بیرغ تر سیوري لاندې خدمت، خپل ویاړ بولي. د هغه په خبره، د افغانستان ټول خلک د دغه بیرغ تر سیوري لاندې خدمت خپله ملي وجیبه بولي او د دفاعي او امنیتي ځواکونو او افغان ورزشي لوبغاړو له لوري د دغه بیرغ رپیدا په نړیوالو ډګرونه کې د هیواد د خلکو خوښي څو برابره زیاتوي.

لوی څارنوال

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ کارکوونکي د قانون حاکمیت او د عدالت ټينګښت لپاره هڅې کوي او هغوي د دغه بیرغ تر سیوري لاندې دنده، خپل ویاړ بولي. هغه د افغانانو پر یووالي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانانو یووالی د دغه درې رنګه بیرغ تر چتر لاندې، امنیت، پرمختګ او سوکالي رامنځته کوي. د هغه په خبره، په دغه درې رنګه بیرغ کې د افغانانو باورونه، تاریخي هویت، مادي او معنوي لاسته راوړنې ځای پر ځای شوي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې په میړانه ترې دفاع کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د زمري اوومه د بیرغ ملي ورځ، د ولایتونو د استیناف څارنوالیو ریاستونو لخوا هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS