د سرپل امنیه قوماندان او د ترافیکو مدیر په شپږ-شپږ میاشتو بند محکوم شول

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۶:۱۳
mahkama

مل پاسوال خلیل‌الله دستیاري د سرپل پخوانی امنیه قوماندان او د یاد ولایت د ترافیکو مدیر عبدالغفار د صلاحیت لرونکو مراجعو د امرونو او احکامو د نه رعایت او یا د یادو امرونو او احکامو د درولو په تور، د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري پر دوه ویشتمه د لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له لوري په شپږ-شپږ میاشتو بند محکوم شول.

د موظف څارنوال د صورت دعوای پر بنسټ، د دیارلسو کیفیتي وسایطو د اسنادو له مخې، چې د سرپل د ترافیکو مدیریت له خوا د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد مبارزې مدیریت ته لېږل شوي ول، اته عرادې یې له ارزونې وروسته د سرپل استیناف څارنوالۍ ریاست ته محول او پنځه نور وسایط یې د یاد ولایت امنیه قوماندان د کتبي هدایت له مخې، غیرقانوني متصرفانو ته ورکړل شوي دي.

د قضیې موظف څارنوال له څېړنو او د صورت دعوا له ترتیب وروسته، د اسنادو او مدارکو پر بنسټ، د متهمانو د مجازاتو لپاره د محکمې له قضایي پلاوي څخه د جزا کود د ۱۰۴ او ۵۸ مادې د تطبیق غوښتنه وکړه.

له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې قضایي پلاوي، د نن ورځې په علني محکمه کې د متهمانو د مدافع وکیل د دفاعیې له اوریدو وروسته، خلیل الله دستیاري او عبدالغفار د صلاحیت لرونکو مراجعو د امرونو او احکامو د نه رعایت او یا د یادو امرونو او احکامو د درولو په تور، د جزا کود د ۴۰۷ مادې د لومړۍ فقرې او د یاد کود د ۵۸ او ۱۷ مادو پر بنسټ، هر یو په شپږ-شپږ میاشتو بند محکوم کړل.

د یادولو وړ ده، چې له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداییه محکمې په خپله علني محکمه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر درویشتمه شوې وه، دواړه یې په شپږ-شپږ میاشتو بند محکوم کړي ول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS