لویې څارنوالۍ کې د جنډر او د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام پیل وشو

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۵:۵۳
gendar

دغه پروګرام چې تمه ده درې ورځې به دوام وکړي، د لوګر، کاپیسا، پروان، میدان وردک او پنجشیر ولایتونو د استیناف څارنوالیو شلو کارکوونکو ته د دغې ادارې د ښځو څخه د ملاتړ ریاست له خوا د افغانستان عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام(JSSP) په همکارۍ، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر لومړۍ د لویې څارنوالۍ د کتابتون په تالار کې پېل شو.

د لویې څارنوالۍ د ښځو څخه د ملاتړ ریاست(جنډر) رییسې لیدا حیدري د دغه پروګرام موخه د قضایاو د مدیریت سیستم سره بلدتیا، دغې ادارې کې د جنډر د پراخوالي متوازنه وده، د جنډر د پالیسۍ تطبیق او جوړونه او د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په هکله د ګډونوالو بلدتیا یاده کړه. میرمن حیدري د دغه پروګرام ګډونوالو ته په اشارې سره زیاته کړه:«دغه پروګرام ښوونیزه بڼه لري او له تاسو هیله لرم، ترڅو د پیچلو موضوعاتو د لاروښانتیا په موخه فعاله ونډه واخلئ.»

genar

د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ رییسې همداراز وویل، تمه ده چې په دغه درې ورځني پروګرام کې ګډونوالو ته د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي کمیټې د کړنو او دندو او جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې(GRB) په هکله هم، پوهاوی ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې له ښځو څخه د ملاتړ ریاست څه موده مخکې د ښځو د ځورونې مخنیوي څارنوالۍ عمومي ریاست شلو کارکوونکو او څارنوالانو ته هم د جنډر او د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام جوړ کړې و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS