د جنډر په هکله د پوهاوي روزنیز پروګرام جوړ شو

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۱۶:۱۴
gender

دغه دوه ورځنی پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست لخوا د ملل متحد پراختیا ادارې(UNDP) په ملاتړ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر دولسمه او دیارلسمه د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست شلو کارکوونکو ته جوړ شوی و.

د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رییس شمس الله احمدزي په دغې غونډه کې د لویې څارنوالۍ له ښځو ملاتړ ریاست څخه د دغه روزنیز پروګرام د جوړیدو مننه وکړه او دا یې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاي برخه کې مهم ګام وګاڼه. ښاغلي احمدزي زیاته کړه:« د جنډر او د ښځو او ماشومانو د زورونې د مخنیوي قانون څخه پوهاوی د دغې ادارې کارکوونکو ته اړین دی او دا د قانون د غوره تطبیق لپاره مرسته کوي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوی د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه هڅه کوي او افغانانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی. هغه دغه پروګرام ګډونوالو ته یو فرصت وګاڼه او له هغو یې وغوښتل، ترڅو په هغو موضوعاتو چې دلته پوهاوی ترلاسه کوي، په خپله کاري ساحه کې یې پلي کړي.

gender

د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رییس، د عدلي او قضایي ادارو کارکوونکو ته د نافذه قوانیو پر پوهاوي ټینګار وکړ او د دغې ادارې له ښځو د ملاتړ ریاست څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو دغسې روزنیز پروګرامونه د دغې ادارې نورو کارکوونکو ته هم جوړ کړي.

له بلې خوا د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ(جنډر) ریاست رییسې، د دغه روزنیز پروګرام موخه د جنډر د مفاهیمو، جنډر ته د ځوابویونکې بودجې او د ښځو او ماشومانو د زورونې د مخنیوي قانون په هکله پوهاوی وباله. د میرمن حیدري په خبره دغه یو روزنیز پروګرام دی او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو یاد پروګرام کې فعاله ونډه واخلي.

میرمن حیدري د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه:« دغه ریاست هڅه کوي ترڅو دغه ډول روزنیز پروګرامونه د نورو ریاستونو کارکوونکو ته هم وغځوي.» هغې همداراز د ملل متحد پراختیا ادارې(UNDP)، څخه هم مننه وکړه، چې له دغه پروګرامه یې ملاتړ کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست څه موده مخکې د لوګر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ او پنجشیر ولایتونو د استیناف څارنوالیو شلو کارکوونکو ته او همدا راز یې د  لویې څارنوالۍ د ښځو د زورونې د مخنیوي څارنوالۍ عمومي ریاست شلو کارکوونکو ته د جنډر او د ښځو او ماشومانو د زورونې د مخنیوي قانون په هکله د پوهاوي روزنیز پروګرام جوړ کړې و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS