د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست، اته کسان د رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیولي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۳:۳۳
ago

د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالي عمومي ریاست دا اته کسان د هېوادوالو له خوا د لویې څارنوالۍ د شکایتونو ۱۸۰ځانګړې شمېرې ته د اړیکې په مرسته نیولي او له مظنونینو تحقیقات روان دي.

د کنټرول او مراقبت څارنوالي عمومي ریاست د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۹ کال د تلې پر پنځمه، یو هېوادوال د لويې څارنوالۍ د شکایتونو د اورېدو ۱۸۰ شمېرې ته د تښتونې، ډله یيز جنسي تېري (لواط) او باج اخیستلو په اړه زنګ وهي. د دغه ریاست مسلکي کارکوونکي له کشفي بنسټونو سره په همغږۍ پنځه کسه د ۳۰ زره افغانیو د رشوت اخیستلو په تور نیسي او دوه نور کسان تښتي، چې د هغوی د نیولو قرار هم صادر شوی او د امنیتي مؤظفینو تر تعقیب لاندې دي او همداراز له نیول شویو مظنونینو څخه تحقیقات پيل شوي او ټاکل شوې، چې نسبتي دوسیه يې د عدلي تعقیب د بشپړېدو لپاره اړوندو مراجعو ته ولېږل شي.

همداراز ۱۸۰ ځانګړې شمېرې ته د شکایت د ثتبولو له مخې، د ملي امنیت عمومي ریاست یو منسوب، د لس زرو امریکايي ډالرو د رشوت د اخیستلو په تور، د کنټرول او مراقبت څارنوالي عمومي ریاست د مسلکي غړو له خوا په بالفعل ډول نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر اوومه، ۱۸۰ شمېرې ته د یوه هېوادوال د اړیکي پر اساس د میدان وردګ عسکري څارنوالۍ ریاست د احکامو پر تنفیذ آمریت یو څارنوال هم د ۱۰ زرو افغانیو د رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیول شوی دی.

همدارنګه د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ریاست مسلکي غړو د کابل د لوېدیځ زون استیناف څارنوالۍ ریاست یو څارنوال هم د فریبکارۍ او د ۲۰ زرو امریکايي ډالرو د رشوت غوښتلو او د ۶ زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیولی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS