د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۹:۲۸
ago

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د هېواد د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په ریاست د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۱۳ وشوه.

د غونډې په پيل کې د هېواد لوی څارنوال او د غونډې ګډونوالو د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د تروریستي پېښې له قربانیانو سره غمرازي وښووله او یادونه يې وکړه، چې د دې جګړې قربانیان بېګناه خلک دي. لوی څارنوال یاده شوې تروریستي پېښه وغندله او ويې ویل، چې د دغې پېښې مرتکبین به ژر وپېژندل شي او مجازات به شي.

په دغه غونډه کې د هېواد لوی څارنوال د ښوونکي ورځ ټولو ښوونکو په ځانګړې توګه د افغانستان ښوونکو ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه، چې ښوونکی د هېواد نوی نسل روزي او د انسان راتلونکی روښانوي.

د عالي شورا د غونډې په پيل کې د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست د ۱۳۹۹ د تلې د ۶ نېټې، ۲۸ نمبر د وړاندیز په اړه بحث وشو. دا وړاندیز له ولایتونو څخه مرکز ته د مرور زمان د قضیو د مجازات او جزايي دعوی په اړه دی.

د عالي شورا غړو پرېکړه وکړه، چې د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال په مشرۍ د تدقیق او مطالعاتو، د عسکري اداري فساد سره د مبارزې او پر احکامو د تنفیذ څارنوالیو عمومي ریاستونه او د تحقیق پر چارو د نظارت څارنوالۍ ریاست او د سترې محکمې جزا څارنوالۍ عمومي ریاست دې د لا دقت لپاره پر دغې موضوع د لويې څارنوالۍ د پخوانیو تصامیمو پر اساس یوه اوونۍ کار وکړي، چې مناسبه حللاره ورته پيدا شي او په بله غونډه کې دې یاده شوې موضوع عالي شورا ته راجع کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي د ۳۱ نېټې پر ۴۸ نمبر وړاندیز بحث وشو. دا وړاندیز د لویې څارنوالۍ د ۲۰ هغو کارکوونکو د برخلیک د تعیین په تړاو دی، چې د زده کړو درجه يې تر بکلوریا ټيټه ده.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو په عسکري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ته دنده وسپارله چې د دغې ادارې د ۲۰ کارکوونکو د برخلیک د تعیین په تړاو دې د هغوی اسناد هراړخیز وڅېړي او هغه کارکوونکي چې خپلې زده کړې غواړي مخکې بوځي، لاره دې ورته مساعده شي او هغه کسان چې په داوطلبانه توګه غواړي تقاعد واخلي، پُرمنفعته تقاعد ورکړل شي، چې له دې سره به د نویو کادرونو جذب ته هم لاره پيدا شي.
http://tinyurl.com/y6t6femc

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS