د مرکز او ولایتونو مالي او اداري آمرانو ته په مالي او تدارکاتي برخه کې روزنیز پروګرام جوړ شو

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۵:۳۱
ago

دا پروګرام د مرکز او ولایتونو ۴۶ مالي او اداري آمرانو ته د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۱۳ پيل شو. یاد شوی پروګرام چې ټاکل شوې څلور ورځې به دوام وکړي، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د روزنې او ظرفیت لوړاوي آمریت له خوا پيل شوی دی.

د لویې څارنوالي د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت په دغه پروګرام کې د کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د کارکوونکو ظرفیت لوړاوی د یوې ادارې د خدمتونو پر وړاندې کولو مستقیم اغېز لري او لويه څارنوالي هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ژمنتیا لري.»

ښاغلي همت د مرکز او ولایتونو مالي او تدارکاتي برخو آمران د اصلاحاتو متحرکه قوه وبلله او ويې ویل، چې هغوی څارنوالانو ته د مسلکي اجرااتو د پلي کولو لاره برابروي.

د نوموړي په وینا، د لويې څارنوالۍ رهبري هڅه کوي، چې د کارکوونکو امتیازات د هغوی د اجرااتو له مخې اجرا کړي او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې خلکو ته شفاف او راڼه اجراات وړاندې کړي. ښاغلي همت ګډونوالو ته وویل، چې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړي، چې د حللارې په موخه یې غور وکړي.

په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د شتمنیو د ثبت، د اداري کارکوونکو او څارنوالانو د اجرااتو ارزونه، د قضیو د ثبت سیسټم مدیریت، د کارکوونکو ذاتي امور او د م۲۲ راپور استول ورزده کېږي او همداراز د متحدالمال، د مصوباتو او قوانینو تعدیلات، په ولایتونو کې د روزنیزو پروګرامونو دوامدارو جوړولو د چیک لېسټونو تشریح او ګڼ نور موارد هم په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته ورزده کېږي.

لویه څارنوالي خلکو ته د ځوابویونکو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپلو کارکوونکو ته تل دا ډول روزنیز پروګرامونه جوړوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS