د نورم او ستندرد ادارې سرپرست د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور په ۱۶ کاله حبس او د دندې پر انفصال په مجازاتو محکوم شو

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۲:۹
د نورم او ستندرد ریاست سرپرست محمد موسی علمي، تخنیکي مرستیال جاوید صدیقي او د دغې ادارې د ارزونې ریاست سرپرست احسان الله حیات د سل زرو امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۱ د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا محاکمه شول. دا قضیه د یوه نړیوال شرکت د شکایت پر اساس د ۱۳۹۹ کال د زمري پر لسمه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې وه او په شکایت کې ادعا شوې وه، چې د نیمروز، آقینه، اسلام قلعه، تورخم، د فراه ۷۸ میل او تورغندي بندر لابراتوارونو د تسلیمۍ لپاره د نورم او ستندرد ادارې څو مقامات د هر بندر په بدل کې له نوموړي شرکت څخه دوه سوه زره امریکايي ډالر، لس سلنه سهم او په هره میاشت کې ۲۱ زره امریکايي ډالره رشوت غوښتلی دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ دا قضیه د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا وڅارله چې له مخې يې د نورم او ستندرد ادارې سرپرست محمد موسی د محمد سلیم زوی د ۱۳۹۹ لمریز کال د سرطان پر ۲۵/۲۶ د شپې پر لس بجې د یاد شوي شرکت له مسؤولانو څخه د سل زره امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو پر مهال بالفعل ونیوه او دوه نور کسان یې هم په دغه قضیه کې د لاس لرلو په تور توقیف کړل. دا قضیه د اداري فساد له درنو جرمونو سره عدلي او قضايي مرکز ته د تحقیق او عدلي تعقیب په موخه استول شوې وه، چې یاد شوي مرکز له تحقیق، د اسنادو او د جرم د اثبات د دلایلو له راټولولو وروسته د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په موخه ذیصلاح محکمې ته واستوله. د اداري فساد له درنو جرمونو سره عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې قضايي پلاوي په علني جلسه کې د مدافع وکیلانو او د تورنو د دلایلو له اورېدو وروسته د نورم او ستندرد ادراې د ریاست سرپرست محمد موسی علمي د سل زرو امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د جزا کوډ د ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې، د ۳۷۵ مادې لومړۍ فقرې، د ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې، د ۵۳۶ مادې او ۵۷ مادې پر اساس په ۱۶ کله تنفیذي حبس او د سل زرو امریکايي ډالرو د سپارلو، له وظیفې پر انفصال او د ناقانونه وسلې د حیازت په جرم په ۶۰ زره افغانیو نقدي جزا په مجازاتو محکوم کړل. همداراز د دغې جسلې قضايي پلاوي د یاد شوي تور له مخې خواجه جاوید صدیقي او احسان الله حیات د کافي دلایلو د نشتوالي له امله د جزايي اجرااتو د ۲۳۵ مادې او د ۱۹ مادې د څلورمې فقرې او همداراز د جزا کوډ د پنځمې مادې پر اساس بري الذمه وګڼل. د یادونې وړ ده، د اداري فساد له درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز ابتداييه محکمې هم تر دې وړاندې د نورم او ستندرد ادارې د ریاست سرپرست محمد موسی علمي پر شپاړس کاله تنفیذي حبس، د سل زره امریکايي ډالرو د سپارنې او د وظیفې پر انفصال او د ۶۰ زره افغانیو په مجازاتو محکوم کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS