له حکمي او حقیقي پوروړو د دولت خزانې ته په درېیو ورځو کې څه باندې لس میلیونه افغانۍ راټولې شوې

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۶:۲۱
ago

له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون د غړو په ناسته کې د ښارجوړونې وزارت د عوایدو رئيس د دولت خزانې ته د لس میلیونه، ۵۲۹ زره او پنځه سوه افغانیو د راټولو خبر ورکړ.

دا غونډه د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د لوی څارنوال مرسیتال او له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون رئيس قیس باوري په ریاست، د ګمرکاتو د عوایدو د معین، د ملي امنیت ۰۲۶ادارې او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ارشد معینت د ارکان رئیس په غړیتوب د ۱۳۹۹ کال د تلې پر ۲۴ د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې وشوه.

د ښارجوړونې وزارت د عوایدو رئيس وویل، چې د دغه وزارت ځینو پوروړو لا هم خپل پورونه د دولت خزانې ته نه دي سپارلي؛ خو د دغه وزارت ځینو پوروړو د درېيو ورځو په اوږدو کې لس میلیونه، ۵۲۹ زره او پنځه سوه افغانۍ سپارلې دي.

د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د لوی څارنوال مرسیتال او له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون رئيس قیس باوري او غړو پرېکړه وکړه، چې د ښارجوړونې وزارت ټول پوروړي دې ژر تر ژره خپل پورونه د دولت خزانې ته وسپاري او هغه پوروړي چې نننۍ غونډې ته نه دي حاضر شوي، د دغه وزارت له خوا دې ژر تر ژره د پورونو سپارلو ته اړ شي.

له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون رئیس وویل، چې هغه حقیقي کسان چې خپل پورنه نه ادا کوي، ملکیتونه دې د پورونو تر سپارلو پورې وروتړل شي.

له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون د ولسمشر په حکم د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د لوی څارنوال مرسیتال په مشرۍ ایجاد شوی دی او د دولت له پوروړو د پورونو د راټولولو دنده پر غاړه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS