د صکوکو مطبعې یو کارکوونکی د ۱۸۰ زره افغانیو پر ورکړې په مجازاتو محکوم شو

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۵:۵۴
ago

د صکوکو مطبعې یو کارکوونکی د ۱۸۰ زره افغانیو پر ورکړې په مجازاتو محکوم شو

خلیل الله سیفي د مالیې وزارت د صکوکو مطبعې د تدارکاتو د تهیې مدیر، د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر اتمه له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له لوري محاکمه شو.

د تورن نسبتي دوسیه په درېيو مواردو کې له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د عدالت د تأمین په موخه تر عدلي څار لاندې راغلې ده. تورن کس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري قوا عمومي ریاست د اړتیا وړ ۶۶۷ زره د بهرنیو اتباعو د کار جوازونه هر یو په ۲۹ افغانیو په احمدي مطبعې چاپ کړي دي. له دغې مطبعې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې قرارداد شوی او د کار جوازونه په ۱۳۹۵ کې چاپ شوي دي.

له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز له تحقیق وروسته په ډاګه کېږي، چې د بهرنیو اتباعو د جواز کار یو کارت په ۱٫۲۳ افغانیو چاپ کېږي. همدارنګه له تحقیقاتو وروسته په ډاګه کېږي، چې د صکوکو مطبعې ریاست په دوو پړاوونو کې د ۲۵۰ زره او ۵۰۰ قطعې د کار جوازونه له تدارکاتي مرحلو پرته د ۱۳۸۹ کال قرارداد پر بنسټ په ۲۹ افغانیو د احمدي مطبعې له خوا چاپ کړي دي.

د قضیې مؤظف څارنوال د تحقیق له بشپړولو او د اتهامنامې او صورت دعوا له ترتیبولو وروسته د اسنادو او مدارکو پر بنسټ تورن ته د قانون پر اساس له ابتدایې محکمې څخه د مجازاتو غوښتنه کړې وه.

له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي پلاوي، په خپله علني ناسته کې د تورن او د هغه د مدافع وکیل د دفاعیې اورېدلو وروسته، خلیل الله سیفي له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په درییو موردو کې د شراکت په تور، د جزا کوډ د ۴۰۳ او ۱۴۱ مادو او د یاد کوډ د ۱۷ مادې د لومړي بند دویمې فقرې، د ۲۱۵ مادې د څلورمې فقرې او ۷۸ مادې په نظر کې نیولو سره او د ۱۸۰ زرو افغانیو په ورکړې په مجازاتو محکوم کړ.

د یادولو ده، چې خلیل الله سیفي د مالیې وزارت د صکوکو مطبعې د تهیه او تدارکاتو مدیر، د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر دویمه له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایې ابتداییه محکمې له خوا په غیابي توګه په درېیو کالو او درېیو میاشتو تنفیذي حبس محکوم شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

BACK TO NEWS