لویې څارنوالۍ ۲۷۸۷۲ جنايي قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۵:۲۰
ago

لویې څارنوالۍ ۲۷۸۷۲ جنايي قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوې خبري ناسته کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۷ د حکومت د رسنیو مرکز کې وشوه، وویل، دغې ادارې د ۱۳۹۹ لمریز کال په درېيو لومړیو ربعو کې ۲۷ زره ۸۷۲ جنايي قضيې ثبت او د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې ورته رسېدنه کړې ده. د ښاغلي رسولي په وینا، دا قضيې د قتل، غلا، اخلاقي جرمونو، د انسانانو قاچاق، وهنې ټکونې، جعل او تذویر، نشه يي توکو، اداري فساد، له ښځو سره د تاوتریخوالي، فریبکارۍ، باج اخیستنې او نورو جرمونو اړوند دي. ښاغلي رسولي د دغو قضیو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: «د دغو قضیو له ډلې یو زرو ۶۵۰ قضیې د قتل، څلور زره ۳۰۵ قضيې د نشه يي توکو، درې زره ۸۷ قضيې د غلا، ۲ زره ۸۸ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي، یو زرو ۳۶۶ قضيې د مجروحیت، یو زرو ۱۶۵ قضيې د وهنې ټکونې، درې سوه ۷۷ قضيې د اخلاقي جرمونو، درې سوه ۶۶ د اختطاف او شپږ زره ۹۵۷ قضيې د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي. د لويې څارنوالۍ ویاند د قانون پر یوشان پلي کولو ټينګار وکړ او ویې ویل، د یادو شویو قضیو له ډلې یو زرو ۷۴۰ قضيې د عسکري جرمونو قضيې دي، چې مرتکبین يې عسکري او نظامي منسوبین دي. د نوموړي په وینا، په دغو قضیو کې دوه زره او ۳۲۹ قضيې د هېواد د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ثبت کړې، چې د کورني او بهرني امنیت پر ضد، تروریستي او د انسان تښتونې جرمونه رانغاړي. د نوموړي په وینا، دا قضيې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ثبت او څېړل شوې او کابل د پنځه زره ۴۶۴ قضیو په لرلو سره په لومړي سر کې راغلی دی. همداراز په ننګرهار کې دوه زره ۴۵۶ قضيې او په کندهار کې هم یو زرو ۸۱۹ قضيې ثبت شوې، چې په ترتیب په دویم او درېيم ځای کې راغلي دي. ښاغلي رسولي د اختطاف د قضیو په تړاو وویل: «دا ډول قضيې ډېری د پانګوالو او سوداګرو د اختطاف په تړاو دي، په همدې موخه د دولت رهبري د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ په مشرۍ د دوی د خوندیتوب لپاره کمېټه جوړه کړې او هڅه کوي، په دې اړه واحده او ګټوره مبارزه وکړي.» د نوموړي په باور، د دغې کمېټې په جوړولو د اختطاف د قضیو په څېړولو کې د پاموړ چټکتیا او د اړوندو بنسټونو ترمنځ ښه همغږي رامنځه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، لویې څارنوالۍ له ۱۳۹۵ کاله د ۱۳۹۹ تر لومړیو شپږو میاشتو د انسان تښتونې نهه سوه ۶۸ قضيې ثبت او بررسي کړې، چې په تړاو يې یو زرو ۹۶۶ کسان محاکمه شوي دي. د ښاغلي رسولي په وینا، د نشه يې توکو قضیو د څېړلو له مخې تر اوسه لویې څارنوالۍ او امنیتی او کشفي ادارو اته نیم ټنه تریاک، څه باندې ۱۲ ټنه چرس او ۴۷ کیلو ګرامه نشه يي ک. ګولۍ ضبط کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS