د اوبو او انرژۍ وزارت یو کارکوونکی په درېیو کالو بند محکوم شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۴:۸
ago
د اوبو او انرژۍ وزارت یو کارکوونکی په درېیو کالو بند محکوم شو د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو پر تطبیق د نظارت ریاست سرپرست محمدسرور له وظیفوي واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اسیتناف محکمې له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر دویمه محاکمه شو. تورن د پنجشېر ولایت د پارنده برېښنا بند پروژې د ۳۹٫۷۵ سلنه پاتې کار د بشپړولو په موخه له داوطلبۍ پرته له یوه بهرني شرکت سره په پنځه میلیونه او ۶۵۵ زره او ۹۷۵ امریکايي ‌ډالرو قرارداد کړی دی. د موظف څارنوال په وینا، یوه بل شرکت د دغه بند د رغاوي چارې په درېیو میلیونو او ۷۵ زره امریکايي ډالرو بشپړولې؛ خو دا قرارداد د دوو میلیونو په توپير او دولت ته د ۹۲۰ زره او ۱۵۵ امریکايي ډالرو په تاوان وراړولو له بهرني شرکت سره لاسلیک شوی. د موظف څارنوال د اسنادو له مخې، څارنوال نوموړي ته د ابتداییه محکمې له قضايي پلاوي څخه د جزا قانون د ۲۷۰ او ۲۷۳ مادو او همداراز د جزا کوډ د ۱۷ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه کړې وه. د عدلي او قضايي مرکز لویو جرمونو ته د رسیدګۍ استنیاف محکمې قضايي پلاوي په علني ناسته کې د تورن د مدافع وکیل د دفاعیې له اورېدو وروسته د پروژو پر تطبیق د نظارت ریاست سرپرست محمدسرور له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د جزا کوډ د ۴۰۳ مادې لومړۍ فقرې، د ۱۴ مادې د دویمې فقرې او د دغه کوډ د ۱۷ مادې او همداراز د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې لومړۍ فقرې او ۲۰۹ مادې دویمې فقرې پر اساس په درېیو کالو تنفیذي حبس او د ۳۰۶ زره او ۷۱۸٫۳۳ امریکايي ډالرو په نقدي جزا محکوم کړ. همداراز د دغې محکمې قضايي پلاوي د انټرګلوبل شرکت د مسؤولینو د عدلي تعقیب حکم هم صادر کړ. تر دې وړاندې د عدلي او قضايي مرکز د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۷ په علني ناست کې محمدسرور له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور په درېيو کالو تنفیذي حبس او ۳۰۶ زره او په ۷۱۸٫۳۳ امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS