له حقیقي او حکمي کسانو د پورونو د حصول کمېسیون غونډه وشوه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۵:۳
ago

له حقیقي او حکمي کسانو د پورونو د حصول کمېسیون غونډه وشوه

چهارشنبه، مرغومي ۳، ۱۳۹۹

له حقیقي او حکمي کسانو د پورونو د راټولو د کمېسیون ناسته د لويې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې مرستیال قیس باوري په مشرۍ او د دغه کمېسیون د غړو ترمنځ د لويې څارنوالۍ د انستیتیوت په تالار کې وشوه.

په دې ناسته کې د عامه روغتیا، اطلاعات و فرهنګ، ټولګټو، کار او ټولنیزو چارو، صنعت او سوداګرۍ، مهاجرینو او راستنېدونکو او لوړو زده کړو وزارتونو او همداراز د شهدا او معلولینو او حوادثو ته د رسیدګۍ وزارتونو، مرکزي احصايې، د ملکي هوايي چلند ادارې او د برېښنا شرکت استازو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې وویل شول، هغو ادارو چې د پورونو د حصول فرعي کمېټې جوړې کړې او له حکمي او حقیقي اشخاصو د پورونو د حصول کمېسیون يې نه دی خبر کړی، اړې دي، چې دا کمېسیون په رسمي توګه خبر کړي او همداراز هغو ادارو چې لا دا کمېټې نه دي جوړې کړې، تر يوې اوونۍ دې جوړې کړي.

د دغه کمېسیون غړو ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې دې د خپلو اجرااتو وروستي راپورونه دغه کمېسیون ته وړاندې کړي. د کمېسیون غړو د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي ته وویل، چې د خپلو سوداګریزو آتشو د ودانیو د تېرو کلونو کرایه د صحي بيمې، د اوبو مصرف، برېښنا، قرطاسیه، مخابرات او روغنیاتو لګښت ته په کتو ترتیب کړي.

په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې د اجرااتو د ښه والي په موخه باید په ادارو کې د فرعي کمېټو او له حقیقي او حکمي کسانو د پورونو د راټولولو کمېسیون ترمنځ لازمه همکاري رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS