لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۱:۴۰
ago

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيو ته رسیدګي کړې

په دغو قضیو کې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري، ۱۳۷ د قتل، ۱۶۶ د جراحت او معلولیت، ۱۵۰۱ د وهنې ټکونې، ۲۶۰ د سپکاوي، ۲۵۷ د ځورونې، ۹۸ ځانوژنې او سوځونې ته د مجبورولو، ۲۳ هم بدلمنۍ ته د مجبورولو، ۲۹ اجباري نکاح او ۲۶۰ قضيې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د ورته نورو جرایمو قضيې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې دوه زره ۹۹۰ قضيې چې له دې ډلې دوه زره ۱۷۶ قضيې له ولایتونو څخه له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد او د ماشومانو د سرغړاوي مرستیالۍ ته رارسېدلې، بررسي کړې او د تحقیق تر بشپړاوي وروسته یې محکمو ته لېږلې دي.

له یادو قضیو څخه ۳۳۸ قضیې بشپړې شوې چې له مخې يې ۳۲۷ کسان په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.

د دغو قضیو له ډلې ۷۹۸ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۳۹ مادې دویمې فقرې او د جزايي اجرااتو قانون د ۱۷۱ مادې پر اساس حفظ شوې او ۲۴۱ قضيې هم د تحقیق د بشپړېدا لپاره مسترد شوې دي.

د دغو قضیو له منځه تر ټولو ډېر قضيې د ښځو د وهنې ټکونې قضيې دي، چې شمېر یې تر ۱۵۰۱ قضیو رسېږي.

کابل د ۸۱۴ قضیو په ثبتېدو سره په لومړي ځای، بلخ د ۴۳۰ قضیو په ثبتېدو سره په دویم او هرات هم ۳۰۳ قضیو په ثبتېدو سره په درېيم ځای کې راغلي دي. تر دغو ولایتونو وروسته په تخار کې ۴۳۰ قضيې، بدخشان کې ۱۲۸ قضيې، په دایکندي کې ۱۱۹ قضيې، ننګرهار کې هم ۱۱۴ قضيې، بامیان کې ۱۰۷ قضيې او په نورو ولایتونو کې هم له دوو تر ۹۴ قضیو ثبت شوې دي.

د لویې څارنوالۍ د ارزونې پر اساس، د ۱۳۹۹ لمریز کال له پيله تر لیندۍ میاشتې پورې له ښځو سره د تاوتریخوالي؛ اجباري نکاح، له یوې مېرمنې د ډېر مېرمنو نکاح کول، په نشه يي توکو روږدېدل او اجباري انزوا، له ښځو سره تر نورو تاوتریخوالو کم ثبت شوې دي.

د لویې څارنوالۍ د مسؤولانو په باور، له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتو قضیو ثبتېدل له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي په مانا نه ده؛ بلکې تر پخوا اوس ښځې عدالت او لويې څارنوالۍ ته زیات لاسرسی لري. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالیو شتون او د لويې څارنوالۍ په تشکیل کې د ښځو زیاتوالی عدالت ته د لاسرسي یو عامل ښوول شوی دی.

لکه څنګه چې لویه څارنوالي د خلکو د دفاع او ازادیو ملاتړ خپل مسؤولیت ګڼي، همداشان له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو څېړنه هم خپل کاري لومړیتوب ګڼي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS