په عامه روغتیا وزارت کې څلور کسان د رشوت غوښتلو په تور ونیول شول

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۰:۴۳
ago

په عامه روغتیا وزارت کې څلور کسان د رشوت غوښتلو په تور ونیول شول د عامې روغتیا وزارت د څو کارکوونکو د شکایت پر اساس چې له دوی څخه د یاد شوي وزارت اړوند ځایونو کې رشوت غوښتل شوی، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ریاست د ملي امنیت د عمومي ریاست په همغږي، دا څلور کسان د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۸ ونیول. دا څلور کسان دمګړۍ په توقیف کې دي او تر تحقیقاتو وروسته به د دوی د مسؤولیت درجه، عدم مسؤولیت او الزامیت ثابت او له هېوادوالو سره به شریک شي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د هېواد د نافذه قوانینو له مخې د اسنادو او شواهدو پر اساس خپل تحقیق په بې پرې، خپلواکه او عادلانه توګه ترسره کړی او پایلې به يې له هېوادوالو سره شریکې شي. د هېواد لویه څارنوالي یو ځل بیا د قانون د حاکمیت، له اداري فساد د مبارزې او د عدالت د تأمین په موخه د هېوادوالو، رسنیو او مدني ټولنو پر مشارکت او ګټور رول ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS