لويې څارنوالۍ د اداري فساد ۱۸۰۳ قضيې ثبت او څېړلې دي

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۴:۲۶
ago

لويې څارنوالۍ د اداري فساد ۱۸۰۳ قضيې ثبت او څېړلې دي

مرغومي ۱۷، ۱۳۹۹

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوې خبري ناسته کې وویل، چې دغې ادارې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضيې څېړلې دي.

دا خبري ناسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۱۷ د حکومت د رسنیو په مرکز کې وشوه.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، د دغو قضیو له ډلې د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز دوه سوه ۷۸ قضيې، د مرکز څارنوالیو  ۴۰۳ قضيې او یو زرو ۱۲۲ د استیناف څارنوالیو له خوا څېړل شوې دي. د نوموړي په باور، د اداري فساد قضيې پېچلې دي، له همدې کبله د دغو قضیو څېړل زیات وخت نیسي.

د نوموړي په وینا، د دغو قضیو تورن د روغتیا سکتور، ښاروالۍ، اقتصاد، د کلیو د پراختیا، د حوادثو ریاست، مستوفیت، کار او ټولنیزو چارو، برېښنا، پوهنې، احصاییه او معلومات، ګمرک، عدلیه، حج و اوقاف، امنیتي او دفاعي سکتور، لوړو زده کړو، زراعت، ملي شورا، ولایتي شورا او د ځینو نورو ادارو کارکوونکي دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د څېړل شویو قضیو له ډلې په ۲۱۵ قضیو کې ملکي کسان او په ۶۳ قضیو کې هم نظامي یا عسکري منسوبین دخیل دي.» د نوموړي په وینا، د دغو قضیو له ډلې د یو سلو ۳۲ قضیو په تړاو قانوني تصمیم نیول شوی او ۱۴۶ نورې قضيې هم تر تحقیق او بررسۍ لاندې دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله د محکمې له خوا د نژدې ۸۴ میلیونو افغانیو، د څه باندې درې میلیونو او ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو او د ۶۰۰ زرو یورو د رد، د خسارې د جبران او د مصادرې حکم صادر شوی، چې یوه اندازه یې د دولت خزانې ته تحویل او پاتې نورې پیسې به هم ډېر ژر تحویل شي.

ښاغلي رسولي وویل، چې دغې ادارې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنوالیو تر څنګ د ناقانونه شتمنیو د اعادې څارنوالۍ هم ایجاده کړې او هغه قضيې چې نقدي جریمې پکې مطرح وي، دا څارنوالۍ يې څېړي. د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي په عادلانه توګه د قانون تطبیق او عدالت تأمین ته ژمنتیا لري او په خپلو اجرااتو کې خپلواکه، بې پرې او غیرسیاسي ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS