کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري اصلي تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم او د پنځو نورو د نیولو قرار صادر شو
کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري اصلي تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم او د پنځو نورو د نیولو قرار صادر شو
د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر پنځمه دوه مېرمنې د کاپیسا صیاد سیمې ته د سیاحت لپاره تللې وې، چې هلته لومړی اختطاف او وروسته پرې ډله ييز جنسي تېری وشو. هغه مهال د کشفي او امنیتي ځواکونو له خوا شپږ تنه په قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.
د دغو کسانو له ډلې یو تن د فاضل په نوم د متضررو نجونو له لوري د څارنوالۍ د تحقیقاتو په صفلاین کې د اصلي تورن په توګه وپېژندل شو او په قضیه کې د پنځو نورو تورنو په هکله د نه لاس لرلو له کبله د جزایي دعوا د عدم لزوم قرار (حفظ) صادر شو.
قضیه د عدالت د تأمین او پر وخت د رسیدګۍ او د لا تحقیقاتو په موخه مرکز ته د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست ته ولېږل شوه.
د قضيې موظف څارنوال د اسنادو، شواهدو او د تحقیقاتو تر بشپړولو او د اتهامنامې تر تریبولو وروسته د اتو الزامونو په ترتیبولو سره تورن ته له محکمې څخه د درنې جزا غوښتنه وکړه.
فاضل د دغې قضيې اصلي تورن پېژندل شوی و، چې د کابل دویمې امنیتي حوزې ابتداییه محکمې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو ته د رسیدګۍ دیوان له خوا د اختتاف په جرم پر ۱۵ کاله او د جنسي تېري په جرم پر ۱۷ کاله بند محکوم شو. د څارنوالۍ د تحقیقاتو په پایله کې پنځه نور کسان هر یو ګل رحمن، راشد، فواد، خیبر او نعیم د دې قضيې جرمي شریکان پېژندل شوي او د نیولو قرار يې کشفي او امنیتي ادارو ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې استیناف څارنوالۍ د ابتداییه محکمې پر پرېکړې قناعت نه دی کړی او په راروان محاکماتي پړاو کې يې تورنو ته د زیاتې سزا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې لويې څارنوالۍ په ټول هېواد کې په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوه زره او ۹۹۰ قضيې څېړلې، چې له ډلې يې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري په تړاو دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې ټولې قضيې په ځانګړې توګه له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې به په پرېکنده توګه څېړي او په دې برخه کې به عدالت تأمینوي.