د جوزجان د معلولیت د تثبیت کمیسیون رئیس ونیول شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۲:۴۶
logo

د اداري فساد د تورنو د نیولو په لړ کې د جوزجان د عامې روغتیا د عدلي طب عمومي مدیر چې د معلولیت د تثبیت کمیسیون ریاست یې هم کاوه، د ۱۱ زرو افغانیو بډو اخیستو په تور په بالفعل او مستند ډول د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت له خوا په ګډه ونیول شو، چې اوسمهال په توقیف کې دی.

نوموړی د ۱۱ زرو افغانیو رشوت اخیستو پر مهال د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۵ د کشفي نهادونو له لورې، د لویې څارنوالۍ د استازي په شتون کې د شبرغان ښار د سرپل بندر کې په خپل شخصي کتنځای کې ونیول شو. د نوموړي تور د معلولیت اسنادو د تائیدی او طی مراحلو په موخه رشوت اخیستل بلل شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې متعهده ده. ټولې قضیې په بې پرې او ازاده توګه د اسنادو، مدارکو او شواهدو پر بنسټ د نافذه قوانینو په رڼا کې څېړي. د اداري فساد تورنو قضیې د لویې څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي او د تحقیقاتو پایلې یې له رسنیو او افغانانو سره شریک کېږي.

د یادولو وړ ده، چې پرون د مشرانو جرګې درې سناتوران هر یو په لس کاله او یوه میاشت تنیفذي بند محکوم شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

BACK TO NEWS