د بلخ پخوانی ښاروال د اختلاس په تور پر یو کال او شپږ میاشتو تنفیذي حبس او د پنځو میلیونو افغانیو د ورکړې پر مجازاتو محکوم شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲۶
عدلی و قضایی

د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني د عین الدین زوی اصلي تورن او نوران شاه د احمدشاه زوی د پنځو میلیونو افغانیو په اختلاس کې د همکارۍ په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا محاکمه شول.

د قضيې موظف څارنوال د اسنادو او شواهدو له راټولو وروسته له محکمې څخه نوموړو ته د الزام د اووه دلایلو په راوړلو سره د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د موظف څارنوال په صورت دعوا کې راغلي، چې د بلخ پخواني ښاروال یو کيلي (له ګمرکي او ترافيکی اسنادو پرته) لنډکروزر موټر د تدارکاتي اسنادو له طی مراحل پرته په پنځو میلیونو افغانیو اخیستی دی.

د څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د بلخ پخواني ښاروال سره له دې چې دا موټر یو میلیون او ۲۰۰ زره د بازار له بيې څخه په لوړې بيې اخیستی، د وزیرانو شورا د ۱۳۹۶ کال ۱۳ او ۱۴ شمېرې مصوبه او د تدارکاتو د طرزالعمل ۳۶ ماده هم نقض کړې ده.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې قضايي پلاوي د تورنو او مدافع وکیلانو په حضور کې، د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر د اختلاس او حیف او میل په تور پر یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي حبس او د پنځو میلیونو افغانیو د خسارې پر جبران محکوم کړ.

دې قضايي ناستې د بلخ ښاروالۍ د مالي محاسبې مدیر نوران شاه بري الذمه او د بلخ د پخواني والي محمد اسحق رهګذر، د دغه ولایت د مالي او اداري آمر، جان محمد او د ذبیح الله د عدلي تعقیب حکم صادر کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

BACK TO NEWS