د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي سند د پېژندنې او د لویې څارنوالۍ د تطبیقي پلان د پراختیا غونډه وشوه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۶
PLAN

دا غونډه د لویې څارنوالۍ د پالیسۍ، پلان او نظارت ریاست له خوا د ماليې وزارت په همکارۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۱ د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال او د دغې ادارې او د ماليې وزارت د ځینو رئیسانو په ګډون د مسلکي زده کړو په انستیتیوت کې وشوه.

د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال قیس باوري دا غونډه مهمه وبلله او د ماليې وزارت د همکارۍ يې مننه وکړه.

ښاغلي باوري له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له اداري فساد سره مبارزه د لویې څارنوالۍ ملي او نړیوال مسؤولیت دی.

په ورته وخت کې د لويې څارنوالۍ د پالیسۍ، پلان او نظارت رئیس رحیم الله صافي د دغې غونډې د ترسراوي موخه د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي سند پېژندنه وبلله. د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به پر هغو شاخصونو چې په لویې څارنوالۍ پورې اړوند وي، په مفصل ډول بحث وشي.

د ښاغلي صافي په وینا، لویه څارنوالي د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پرېکنده او جدي ده او په دې تړاو يې په بېلابېلو برخو کې اساسي لاسته راوړنې درلودلې دي او همداراز ملي او نړیوالو تعهداتو ته هم ژمنه ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې اطلاعاتو ته د خلکو پر لاسرسي ټینګار وکړ او ويې ویل: «لویه څارنوالي خپل ټول فعالیتونه له رسنیو او خلکو سره شریک کړي او په دې برخه کې تر نورو وړاندې ده.» د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي د دولتي ادارو یوه مهمه اداره ده او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ده.

د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي د سولې د ملي تعهداتو او د افغانستان د پراختیا تر څنګ، ملي او نړیوالو تعهداتو ته هم ژمنه ده او په دې برخه کې يې د تطبیق په موخه جدي اصلاحات راوستي او په پایله کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په نړیوالو بحثونو او کنفرانسونو کې ملاتړ ترلاسه کړی دی.

بلخوا، د ماليې وزارت د پالیسۍ د تحلیل او د اقتصادي پروګرامونو رئيس د دغې غونډې د ترسراوي په موخه د لویې څارنوالۍ مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې په جینوا کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې مرستې مشروطې دي او په دې برخه کې باید جدي توجه وشي، دا وزارت مکلف دی، چې په هرو دوو میاشتو کې د خپلو ژمنو د تطبیق او پرمختګ په تړاو دولت او نړیوالې ټولنې ته ګزارش ورکړي.

د ښاغلي مشتري په وینا، په جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره مرستندویو هېوادونو له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار کړی او دا مبارزه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کاري لومړیتوب هم دی. د نوموړي په وینا، لویه څارنوالۍ د اصلاحاتو، له اداري فساد سره د مبارزې، عدالت ته د خلکو د لاسرسي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او ځینو نورو مواردو په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ماليې وزارت د پالیسۍ د تحلیل او د اقتصادي پروګرامونو رئيس، په مفصله توګه د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي سند (ANPDF 2) په تړاو پریزینټېشن وړاندې کړ.

ټاکل شوې ده، چې د لویې څارنوالۍ د پالیسۍ، پلان او نظارت ریاست د پوهاوي ورته پروګرامونه د ولایتي زونونو په کچه په راتلونکي کې دایر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS