لویې څارنوالۍ د روان کال په لیندۍ او مرغومي میاشتو کې د اداري فساد ۲۲۴ قضیې د ۵۰۰ کسانو په اتهام محکمې ته لېږلې
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل، چې دغې ادارې د ۱۳۹۹ لمریز کال په لیندۍ او مرغومي کې د اداري فساد ۲۲۴ قضیو ته رسیدګي کړې چې په دې قضیو کې ۵۰۰ کسان تورن پېژندل شوي دي.
نوموړي دا خبرې نن چهارشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر شپږمه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په بهیر کې له رسنیو سره شریکې کړې.
ښاغلي رسولي زیاته کړه، چې په دغو قضیو کې ۱۰۲ قضیې د ولایتونو او ۱۲۲ هم د مرکز اړوند دي. ښاغلي رسولي وویل، په دغو قضیو کې ۷۶ قضیې د امنیتي او دفاعي سکتور اړوند دي. نوموړي دغو قضیو ته په اشارې سره وویل: «دا قضيې د اداري فساد، بډو، له واکه ناوړه استفاده او نورو مواردو په تړاو ثبت شوې دي او یو شمېر لوړپوړي او ټيټ پوړي کسان پکې تورن پېژندل شوي دي.»
د لویې څارنوالۍ ویاند تېر مالي کال قضیو ته په اشارې سره وویل، دغې ادارې په ۱۳۹۹ مالي کال کې هم د اداري فساد ۱۷۹۱ قضیې څېړلې، چې له دې شمېره ۲۶۶ د اداري فساد د لویو جرمونو او ۱۵۲۵ قضيې د اداري فساد عادي جرایمو په تړاو دي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په قضیو کې ۲۰۵ د ملکي ادارو اړوند او ۶۱ نورې بیا هغه قضيې دي، چې عسکري منسوبین پکې دخیل و. نوموړي زیاته کړه، له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا یادو شویو قضیو ته رسیدګۍ له کبله ۸۴ میلیونه افغانۍ، ۳ میلیونه امریکايي ډالر او ۶۰۰ زره یورو نقدي جریمه تثبیت شوې، چې یو شمېر یې د دولت خزانې ته تحویل او پاتې نورې به ډېر ژر تحویل شي.
ښاغلي رسولي د اداري فساد عادي قضیو ته د رسیدګي په هکله زیاته کړه، چې دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله محکمو د څه باندې یو دېرش میلیونو افغانیو د نقدي جریمې د حصول حکم صادر کړی دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند باورمن دی، چې د ښو عدلي خدماتو د وړاندې کولو په پار باید اداره له اداري فساده پاکه وي. نوموړي په دې تړاو وویل، موږ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۵ څارنوالان، څلور اداري کارکوونکي او ۱۷ هم د نورو ادارو کارکوونکي د اداري فساد په تور نیولي او تر عدلي تعقیب لاندې راوستي، چې د دوی په نیولو کې تر ډېره د لویې څارنوالۍ د شکایت ثبتونې ۱۸۰ شمېرې رول لوبولی دی. نوموړي وویل، د لویې څارنوالۍ۱۸۰ ځانګړې مکلماتي شمېره د دغې ادارې او د خلکو ترمنځ د ارتباطي پل په توګه کار کوي، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې له دې لارې ۵۵۶ شکایتونو ته رسیدګۍ شوې ده.
ښاغلي رسولي همداراز زیاته کړه، له اداري فساد سره د مبارزې، داخلي نظارت او اصلاحاتو په برخه کې له خلکو سره د لوی څارنوال مخامخ لیدنه چې هره دوشنبه ورته ځانګړې شوې ده، هم مهم رول لوبولی دی. نوموړي په دې اړه وویل، چې له لوی څارنوال سره د خلکو د مخامخ لیدنو شمېر په تېرو څلورو کالو کې تر اتیا زرو اوښتی دی.
ښاغلي رسولي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له ځواب ورکولو او مجازاتو څخه د معافیت دود پای ته رسېدلی او لویه څارنوالي په بې پرې توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اداري فساد، د عدالت د تأمین او قانون د حاکمیت په موخه قضیو ته رسیدګي کوي.
