له ایران څخه تر ۶۰۰ زیات افغان بندیان افغانستان ته را ولېږدول شول

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۵:۴۳
ایران

دا بندیان د افغانستان او ایران اسلامي جمهوري دولتونو ترمنځ د بندیانو د سپارنې د هوکړه لیک پر اساس هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د لویې څارنوالۍ د احکامو پر تنفیذ د نظارت او د حبس د بدیل څارنوالۍ رئيس محمد اسعد ساپی د شپږ کسیز پلاوي د رئیس په توګه چې د کورنیو چارو او عدليې وزارتونو استازي او همداراز د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې استازي هم په دغه پلاوي کې برخه لري، نژدې ۲۰ ورځې مخکې د بندیانو د پېژندلو په موخه ایران ته سفر کړی و.

د ښاغلي ساپي په وینا، د بندیانو د لېږد دا بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شوی، چې په لومړي پړاو کې ۳۰۶ بندیان د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۹ او د همدغه کال د کب پر ۲۵ دویم پړاو کې د ۱۲ ښځینه بندیانو په ګډون ۳۰۵  بندیان هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د بندیانو د لېږد په دې بهیر کې، د بلاتکلیف (هغه مجرمان چې پر اعدام محکوم او د مقتول ورثې د تصمیم منتظر دي، هغه بندیان چې د حبس موده يې د نقدي جریمې په ورکولو برطرف کېږي، هغوی چې د جزا تر نیمې مودې زیات بند يې تېر کړی یا هغه بندیان چې پر صعب العلاجه جسمي او روحي ناروغیو اخته وي) زیات پام شوی دی.

ایران

ویل کېږي، چې په ایران کې شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان بندیان دي، دا بندیان پخپله د دوی یا کورنیو په غوښتنه چې پر شرایطو برابر وي، افغانستان ته رالېږدول کېږي او پاتې بند د افغانستان د نافذه قوانینو پر اساس د هېواد په بندخونو کې تېروي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د هېوادوالو د حقوقو او ازادیو ته ژمنه ده او په همدې موخه يې له بېلابېلو هېوادونو سره د بندیانو د استرداد هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران سره د دغه هوکړه لیک تر لاسلیکولو وروسته له ایران څخه تر یو زرو او ۲۰۰ زیات افغان بندیان هېواد ته رالېږدول شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS