یو کس د دوکې، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیول شو

ago_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۳:۳۹
کنترول و مراقبت

د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست یو کس د فریبکارۍ، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیوه. دا کس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو او اطلاعاتو ځانګړې ۱۸۰ شمېرې سره د یوه هېوادوال تر اړیکې وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر لسمه د دوشنبې پر ورځ ونیول شو.

تورن کس چې خلکو ته يې ځان څارنوال معرفي کړی و، یو کال د نسبتي قضیو د اجرا په پلمه له هېوادوالو پیسې اخیستې. نوموړي د پیسو تر اخیستلو وروسته خپلې اړیکې له هغوی سره پرې کولې او د مبایل شمېره او اوسېدنځای يې بدلاوه.

تر دې دمه د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته اتو کسانو له دغه تورن څخه شکایتونه کړي دي. تورن کس له څه مودې راهیسې تر تعقیب لاندې و، چې د کابل پولیسو په همغږۍ د کابل د ۱۶ ناحیې په قلعه زمان خان سیمه کې په داسې حال کې ونیول شو، چې په ښځینه جامو کې له کوره په تېښته و.

دا په داسې حال کې ده، چې د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د روان کال د وري پر اتمه هم یو کس له هېوادوالو د باج اخیستنې په تور نیولی و.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد پرېکنده مبارزه کړې او د قانون د پلي کېدو او د عدالت د ټینګښت په برخو کې به له هېڅ هانده مخ وانه ړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS