په عسکري برخه کې لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۶۰۴ جنايي قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۴:۱۳

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د روان مالي کال په جدي، دلو او حوت میاشتو کې د عسکري مرستیالۍ له خوا، ۶۰۴ جنايي قضیو ته رسیدګي کړې ده.

په دغو قضیو کې ۲۶ قضيې د قتل، ۸ د غلا، ۱ د اخلاقي جرمونو، ۷ د نشه يي توکو، ۲ د ترافیکي جرایمو، ۲۴ د اداري فساد او همداراز ۵۳۶ قضيې د نورو جرایمو په تړاو دي.

له دې ډلې د ۲۴۷ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې له درېیو میاشتو تر ۳۰ کالو تنفیذي حبس محکوم شوي دي او ۱۱ قضيې هم د الزام د کافي دلایلو نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۴۶۲ موارده هم اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه پنځه میلیونه او ۴۱۳ زره او ۷۹۴ افغانۍ د نقدي جریمې په توګه د دغې مرستیالۍ له خوا تثبیت او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې ثبت شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS