د افغانستان برښنا شرکت یو کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۴:۲۰

د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د افغانستان برښنا شرکت یو کارکوونکی د ۷۰ زرو افغانیو رشوت اخیستلو په تور ونیوه. دا کس د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته د یوه هېوادوال د شکایت پر اساس د اپراتیفي عملیاتو او د کشفي او امنیتي ځواکونو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي پر اوومه د درېيمې حوزې اړوند نیولی شوی دی.

شکایت کوونکي ویلي، چې ورور يې د افغانستان برښنا شرکت د بامیانو ولایت اړوند یوه بست ته ازموینه ورکړې وه. شکایت کوونکی د افغانستان برښنا شرکت له یوه کارکوونکي څخه پيغام ترلاسوي. دا کس شکایت کوونکي ته وايي، ورور يې یوه بست ته ریزرف شوی او د دغه بست د ترلاسي لپاره باید ۱۰۰ زره افغانۍ ورکړي. نوموړي همداراز ویلي، چې د پيسو د نه ورکولو په صورت کې به دغه بست ته بل کس معرفي شي.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د شکایت تر اورېدلو او تحلیل وروسته د ملي امنیت د ۰۶۲ قطعې له منسوبانو سره د اپراتیفي اقدام په ترڅ کې ۷۰ زره افغانۍ چې مخکې د شکایت کوونکي او تورن ترمنځ پرې هوکړه شوې وه، شکایت کوونکي ته ورکوي. تورن کس د دغه مبلغ تر اخیستلو وروسته په بالفعل ډول نیول شوی او تر توقیف لاندې دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له اداري فساد سره د مبارزې، د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین لپاره جدي ګامونه اخیستي او ټینګار کوي، چې هېڅوک تر قانون لوړ نه دی او هېڅ مجرم به ونه بښل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS