د کابل د جنوب غرب زون استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۳۷ قضيو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۲:۵۳

د کابل د جنوب غرب زون استیناف څارنوالۍ ۱۳۷ جرمي قضيې ثبت، بررسي و تر تحقیق او اتهامنامو تر جوړولو وروسته محکمو ته لېږلې دي.

له دې ډلې د ۱۲۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

په دغو قضیو کې ۷ قضيې د قتل، ۴۶ قضيې د غلا، ۴ د اخلاقي جرمونو، ۲۲ د نشه يي توکو، ۹ د ترافیکي جرمونو، ۲۳ د اداري فساد او همداراز ۲۶ قضيې د نورو جرایمو په تړاو دي.

۱۳۳ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې او ۴ مورده هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۸۰۶ زره افغانۍ هم د دولت حساب ته د نقدي جزا په توګه تحویل شوې دی.

همداراز ۹۰ ګرامه هیرویین، ۵۲۴ ګرامه تریاک، څه باندې ۳ کیلوګرامه چرس او ۲۱ ګرامه شیشه هم د دغه ریاست له خوا ضبط شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS