د شهیدانو او معلولینو وزارت دوه کارکوونکي د رشوت په تور ونیول شول

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴۹

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د شهیدانو او معلولینو وزارت د تدارکاتو کارکوونکي او د خریدارۍ هیات په بالفعل ډول د ۲۵ زره افغانیو رشوت اخیستو په تور ونیول. د دغې قضیې تورن د یوه خصوصي شرکت د اطلاع له مخې، چې د نوموړي وزارت سره یې د آی ټي برخې څیزونو د تدارک په موخه قرارداد درلود، له ملي امنیت عمومي ریاست سره د ګډو عملیاتو په پایله کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غوایي پر ۱۹ ونیول شول.

شکایت کوونکي د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته خپله عریضه کې لیکلي، چې د قضیې تورنو د خریدارۍ د لاسلیک په بدل کې له نوموړي ۲۵ زره افغانۍ غوښتې دي.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د شکایت کوونکي د شکایت له ارزونې او د هېواد د لویې څارنوالۍ مقام له هدایته وروسته، تورن د کابل ښار د لسمې حوزې د عبدالحق څلورلارې کې د یادو شویو پیسو د اخیستو پر وخت ونیول.

قضیه د تحقیقاتو د بشپړاوي او د تورنو د عدلي تعقیب په موخه اړوندې څارنوالۍ ته استول شوې ده.

له اداري فساد سره مبارزه د لویې څارنوالۍ له لومړیتوبونو څخه ده، له همدې امله د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست دوه ورځې مخکې هم د افغانستان برښنا شرکت یو کارکوونکی د رشوت اخیستو په تور ونیوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS