د شهدا او معلولینو ورازت یو کارکوونکی د ۳۸۰۰۰ افغانیو رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۰:۱۷

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شهدا او معلولینو ورازت د تدارکاتو د برخې یو کارکوونکی د ۳۸ زرو افغانیو رشوت اخیستلو په تور په بالفعل ډول ونیوه. تورن کس د یوه خصوصي شرکت د کارکوونکي د اطلاع له لارې د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۲۰ ونیوه.

شکایت کوونکي په خپل شکایت کې کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته لیکلي، نیول شوي کس چې د دغه وزارت د رهبرۍ له خوا د پېر پلاوي د غړي په توګه تعیین شوی و، د پېرل شویو اجناسو د اسناد د لاسلیک په بدل کې یې د قراردادي شرکت له استازي څخه ۳۸ زره افغانۍ رشوت غوښت.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ نوموړی تر شکایت وروسته د کابل د لسمې امنیتي حوزې اړوند د ۳۸ افغانیو رشوت اخیستلو پر مهال لاس په لاس ونیوه.

دا قضیه د تحقیقاتو د بشپړولو په موخه اړوندې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري له اداري فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت او عدالت تأمین په برخه کې جدي اقدامات او عملي ګامونه اخیستي او تل يې ټینګار کړی، چې هېڅوک له قانونه لوړی نه دی او هېڅ مجرم نه بښل کېږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS