د ماليې وزارت دوه کارکوونکي د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور ونیول شول

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۰:۲۲
ago

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د ماليې وزارت د خزاینو ریاست دوه کارکوونکي د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیول. نیول شوي کسان د یوه خصوصي شرکت د کارمن د شکایت له مخې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي میاشتې پر شلمه، لاس په لاس نیول شوي دي.

د دغه شرکت استازي، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته لیکلي، چې له کابله یوه ولایت ته د شرکت د احصايې لېږد لپاره يې ماليې وزارت ته مراجعه وکړه؛ خو د دغه وزارت کارکوونکو د دغه کار د ترسراوي په پلمه، له ده څخه لومړی ۱۵ زره امریکايي ډالره وغوښتل، خو وروسته پر ۱۰ زرو سره سلا شول.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شکایت کوونکي د شکایت پر اساس، دا کسان د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو په همکارۍ د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو پر مهال بالفعل نیولي شوي دي.

دا قضیه د تحقیقاتو د بشپړېدا او د تورنو د عدلي تعقیب په موخه اړوندې څارنوالۍ ته لېږل شوې او تورن هم په توقیف کې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري له اداري فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت او عدالت تأمین په برخه کې جدي اقدامات او عملي ګامونه اخیستي او تل يې ټینګار کړی، چې هېڅوک له قانونه لوړی نه دی او هېڅ مجرم نه بښل کېږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS