د لویې څارنوالۍ کارکوونکو په هېواد کې د ورستیو پېښو شهیدانو او روژې په مناسبت د قرانکریم ختم وکړ

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۱:۲۶
ختم شریف

په دغو مراسمو کې د لویې څارنوالۍ د عسکري مرستیالۍ سرپرست عبدالمبین رحیمي، د سرچینو او ادارې عمومي رئیس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد نواب احمدزي، د مقام ویاند او د ملي او فرهنګي چارو مشاور جمشېد رسولي او ځینو نورو رئیسانو او د دغې اداري ځینو کارمنو ګډون کړی و.

دا مراسم د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۲۱ د لویې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې ترسره شول.

د دغو مراسمو ګډونوالو د هېواد په وروستیو پېښو کې د ټولو شهیدانو روح ته دعا وکړه او ټپیانو ته يې د خدای له درباره بېړنۍ روغتیا وغوښتله.

همداراز دوی د خلکو د خیر و فلاح او په هېواد کې د سرتاسري سولې د تأمین لپاره هم دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS