د کابل شمال ختیځ زون استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۹۹ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۸:۴۲

د کابل شمال ختیځ زون استیناف څارنوالۍ ۹۹ جرمي قضيې تر ثبت، ارزونې او د تحقیق او اتهامنامو تر بشپړولو وروسته اړوند محکمو ته لېږلې دي.

د دغو قضیو له شمېره ۷۰ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې دي او ۳ مورده هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پاتې نورې د دغې څارنوالۍ تر کار لاندې دي.

له دې ډلې د ۴۹ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

د یادو شویو قضیو له شمېره، پنځه قضيې د قتل، ۲۷ د غلا، ۳ د اخلاقي جرایمو، ۱۳ د نشه يي توکو، ۱۱ د ترافیکي جرایمو، ۱۳ د اداري فساد جرمونو او همداراز ۲۷ قضيې د نورو جرایمو په تړاو دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله یو میلیون او ۵۸۱ زره افغانۍ نقدي جریمه د دغه ریاست له خوا تثبیت چې ۸۶۹ زره افغانۍ په امانت ډول او ۷۱۲ زره افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.

همداراز ۱۶۴ ګرامه هیرویین، ۳۰۰ ګرامه تریاک، څه باندې یو کیلوګرام چرس او تر ۱۷۰ لیتر ایتانول او تخمیر شويو ممیزو زیات د دغو قضیو د رسیدګي په پایله کې ضبط شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS