د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم درې ورځنی روزنیز پروګرام زده کړندویانو ته ترسره شو

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۳:۲۴
ago

دا روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو ریاست او د قضیو د ثبت د مدیریت سیسټم د ریاست له خوا د افغانستان عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) په همکارۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر څلورمه ترسره شو.

دا پروګرام د لویې څارنوالۍ، سترې محکمې او عدليې وزارت د قضیو د ثبت سیسټم تخنیکي همکارانو ته ترسره شوی دی.

دا پروګرام په یاده شوې برخه کې د کارکوونکو ظرفیت لوړاوي او نور کارکوونکو ته د تکړه ګډونوالو د انتخابولو په موخه پيل شوی و.

د لویې څارنوالۍ د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم رئیسې نګینه خلیل غوري، د عدلي او قضايي بنسټونو کارکوونکو ته د داسې پروګرامونو ترسراوی اړین وباله او زیاته یې کړه: «د داسې برنامو ترسراوی په مسؤولیت منلو او له JSSP څخه د هېواد عدلي او قضايي سکتور ته د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم په رااړولو کې مرسته کوي.»

د اغلې غوري په وینا، په دې برنامې سره به د کارکوونکو ظرفیت لوړ او له دغه سیسټم څخه به ښه استفاده وشي.

نوموړې د عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ ګډ روزنیز پروګرامونه هم مهم وبلل او ويې ویل، داسې پروګرامونه د کره اطلاعاتو په راټولولو او له دغه سیسټم څخه په ښه استفاده کې مرستندوی دي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد شوي روزنیز پروګرام ګډونوال به تر دې وروسته د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم په برخه کې د عدلي او قضايي بنسټونو نور کارکوونکي روزي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS