د ۱۴۰۰ مالي کال په دوو ربعو کې د لويې څارنوالۍ د بودیجې د لګښت څرنګوالی وارزول شو

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۴:۲۹
AGO

د لویې څارنوالۍ د داخلي بودیحې کمېټې د یوې ناستې په ترڅ کې د روان مالي کال لومړۍ او دویمه ربع اجراات، د بودیجې لګښت او د دغې ادارې تدارکاتي چارې وارزولې. دا ناسته د سرچینو او ادارې د عمومي رئيس په مشرۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۲ وشوه. په دې ناسته کې مالي او اداري عمومي رئيس، د عسکري چارو، د کورني او بهرني امنیت، له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او د ځینو نورو برخو آمرانو ګډون کړی و.

د دغې ناستې موخه د بودیجې د لګښت ارزونه، د تدارکاتي چارو پر وخت تطبیق، د مختلفو برخو ترمنځ ښه همغږي او د دغې ادارې د اجرااتو راپور ورکول بلل شوي دي. د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون د دغې ناستې له ګډونوالو او د بېلابېلو برخو له مسؤولانو وغوښتل چې د بودیجې د لګښت او تقسیم د څرنګوالي، تدارکاتي او ودانیزو چارو او د ادارې د اړتیاوو د تأمین راپور وړاندې کړي.

د بودیجې د آمر د راپور پر اساس، په ۱۴۰۰ مالي کال کې، لویې څارنوالۍ ته درې میلیارده او ۲۵۸ میلیونه، ۴۳۱ زره او ۱۷۰ افغانۍ ځانګړې شوې دي. له دې شمېره درې میلیارده او ۲۲۸ میلیونه او ۴۳۴ زره او ۱۷۰ افغانۍ عادي برخې او دېرش میلیونه انکشافي برخې ته ځانګړې شوې دي.

د بودیجې د آمر په وینا، د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې له شمېره، په دوو تېرو ربعو کې په ملکي برخه کې ۴۱ سلنه، په عسکري برخه کې ۳۷ سلنه او په کورني او بهرني امنیت برخه کې هم ۳۵ سلنه بودیجه لګېدلې ده. د نوموړي په وینا، لويې څارنوالۍ د عوایدو د راټولولو په برخه کې ۴۰ سلنه خپلې تعیین شوې موخې ترلاسه کړې دي.

په ورته وخت کې د تدارکاتو د آمر په راپور کې راغلي، چې لويې څارنوالۍ په روان مالي کال کې د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې پلان کړې دي. له دې ډلې د اجناسو په برخه کې ۱۵ پروژې، په ودانیزه برخه کې ۹ پروژې او د خدماتو په برخه کې هم پنځه پروژې پلان شوې دي. د تدارکاتو د آمر په وینا، د ۱۲ پروژو قراردادونه بشپړ شوي او د اتو نورو پروژو پر قراردادونو کار روان دی.

په دې ناسته کې د قضیو مدیریت سیسټم ته پر ځانګړې بودیجې او د لګښت پر څرنګوالي هم خبرې وشوې. د دغې ناستې ګډونوالو په دې برخه کې لويې څارنوالۍ ته د دغه سیسټم د رااړولو او د مسؤولیت پر ترلاسي ټینګار وکړ.

دا ناسته په اداره کې د کاري ننګونو په ډاګه کولو او د مناسبو حللارو په ارایه کولو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS