د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۶:۵
ago

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د نورو غړو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۵ وشوه.

د هېواد د لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم د عالي شورا غونډې غړو ته په اشارې وویل، چې هڅه دې وشي، د خلکو ستونزې په ښه توګه حل او د قانون د تطبیق او د عدالت په تأمین کې له هېڅ هانده مخ وانه ړول شي.

د غونډې په لومړۍ برخه کې په جزايي دعوا کې د مرور زمان عملي قاعدې د تطبیق په تړاو بحث وشو.

د عالي شورا غړو د موضوع په تړاو تر هراړخیز بحث وروسته د استهدااتو کمېټې نظر تائيد کړ او تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله، چې د موضوع په تړاو د قانون د مادو د تعدیل طرح دې ترتیب او اړوندو مراجعو ته ولېږي.

همداراز یوې موظفې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د مرور زمان د قضیو دقیق شمېر دې راټول او د عالي شورا یوې غونډې ته دې وړاندې کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې د جرایمو د تحقیق رئیس له خوا د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست د یوه څارنوال او اجرايي مدیر د وظیفوي جرمي سرغړاوي قضيې راپور غونډې ته وړاندې شو.

د عالي شورا غړو د راپور تر اورېدو وروسته، تصمیم ونیوه، چې د یادو شویو کسانو دنده دې وځنډول شي او د اداري فساد پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د دوو څارنوالانو په غړیتوب د دې موضوع په تړاو تحقیق وکړي.

د غونډې په درېیمه برخه کې د دایکندي استیناف څارنوالۍ ریاست پر استهدایې چې د صعب العلاجه بندیانو د ناروغیو د تشخیص او تثبیت په تړاو وه، بحث وشو.

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډې د موضوع په تړاو تر بحث وروسته استهدااتو ته د رسیدګۍ کمېټې تصمیم تائید کړ. د دغې کمېټې په تصمیم کې راغلي، چې د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۸/۱۲/۶ د ۳۹ ګڼې فرمان پر اساس د زندانونو چارو د تنظیم قانون توشیح او نافذ شوی دی چې د صعب العلاجه محجوزینو او محبوسینو د ناروغۍ تثبیت او تشخیص يې په ۲۸ او ۲۹ مادو کې په ډاګه شوی دی.

همداراز د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاست ته یې دنده وسپارله چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ازادو شویو بندیانو کره شمېره ترتیب او د عالي شورا راروانې غونډې ته یې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS