د کابل د سویل زون استیناف څارنوالۍ رئيس معرفي شو

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۵:۳۵
ago

د کابل د ختیځ زون استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس څارنمل دکتور جمیل الرحمن کامګار د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست په حکم د کابل د سویل زون استیناف څارنوالۍ د نوي رئيس په توګه وګومارل شو.

د نوموړي د معرفۍ غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر لومړۍ وشوه. په دې غونډه کې د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئیس وحیدالدین ارغون، د سترې محکمې عمومي جزا څارنوالۍ رئيس، د کابل د شمال زون استیناف څارنوالۍ رئيس، د کابل استیناف څارنوالۍ او د کابل د شمال ختیځ زون استیناف څارنوالۍ رئيسانو او ځینو نورو مسؤولانو ګډون کړی و.

د لويې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون ښاغلي کامګار ته د کابل د سویل زون استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه د ګومارنې مبارکي ورکړه او له هغه يې وغوښتل، چې د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین او د عدلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې دې پوره پوره هڅه وکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي کامګار د لويې څارنوالۍ رهبرۍ او د هېواد د جمهور رئيس د باور مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې پوره رښتینولۍ به د هېوادوالو چوپړ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS