لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
ago

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه.

دا غونډه په لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د احکامو او هدایاتو تعقیب او په دې برخه کې د ستونزو د هواري په موخه ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د لويې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم د دغې ادارې رئیسانو ته په اشارې سره وویل، چې د جمهوري ریاست عالي مقام احکام او هدایات پر وخت اجرا او په تړاو يې باید ډاډ ورکړای شي.

ښاغلي کلیم زیاته کړه، هڅه دې وشي، چې که د جمهوري ریاست عالي مقام احکام او هدایات له پخوا کلونو لااجرا پاتې وي، لومړیتوب ورکړل شي او ټولو برخو ته یې دنده وسپارله چې د جمهوري ریاست عالي مقام له خوا ټول احکام او هدایات چې دغې ادارې ته رااستول کېږي، په مشخص وخت کې تطبیق او تعقیب شي او راپور يې پر وخت ورکړل شي.

د لويې څارنوالۍ سرپرست د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب رئیس له خوا ټول وړاندیزیونه منظور او اړوندو برخو ته يې په تړاو هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې په لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د احکامو او هدایاتو رئیس د یادو شویو احکامو د تعقیب د نوي سیسټم په تړاو مفصل معلومات ورکړل او په اړه يې د ستونزو د هواري لپاره مشخص وړاندیزونه ارایه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS