د لویې څارنوالۍ او د قزاقستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

دا هوکړه لیک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال څارنمل قیس باوري او د قزاقستان جمهوري دولت د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې استازي نورلان شبدر ترمنځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۳۰ لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک موخه د دواړه هېوادونو د نافذه قوانینو پر اساس د اداري فساد مخنیوی، کشف او څېړنه بلل شوې ده.
د یاد شوي هوکړه لیک پر بنیاد به قزاقستان او افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې یو له بل سره تجربې شریکوي او تحقیق په برخه کې به د قزاقستان له خوا په روزنیزو پروګرامونو او انلاین کنفرانسونو کې د لویې څارنوالۍ کارکوونکي ګډون کوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه هوکړه لیک پر اساس به د هغو حکمي او حقیقي اشخاصو په اړه اطلاعات سره شریکوي، چې د دواړو هېوادونو په قلمرو کې د اداري فساد په اجرا یا سازماندهي کې لاس لري او هېوادنۍ ګټې زیانمنوي.
د ناقانونه شتمنیو (چې د اداري فساد له لارې ترلاسه شوې وي) استرداد او په حقوقي موضوعاتو کې د مشورو ارایه کول هم د دغې هوکړې برخه ده.
د پراختیا له لارې د ګټورو تجربو تبادل، د پشنهادي طرحې ترتیب او د داوړو هېوادونو ترمنځ د مشخصو روزنیزو پروګرامونو تطبیق نور هغه موارد دي، چې په دغه هوکړه لیک کې يې یادونه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويې څارنوالۍ له جرم او جنایت سره د مبارزې او د عدلي همکاریو په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو له لویو څارنوالیو سره د همکارۍ څو نور هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.