لویه څارنوالي کې د اروپايي اتحاديې د بنچمارکونو د تطبیق کمېټې غونډه وشوه

دا غونډه د لويې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې د عمومي رئيس وحیدالدین ارغون، ارشد مشاور نور حبیب جلال، د بشري سرچینو د عمومي رئيس، کورني تفتیش رئيس، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې عمومي رئيس، د اداري فساد پر ضد د مبارزې سترې محکمې څارنوالۍ عمومي رئیس، د مقام دفتر د نړیوالو او حقوقي چارو مشاور، مالي او ادري عمومي رئيس او د اړوندو برخو د آمرانو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۳۰ ترسره شوه.
د دغې ناستې موخه په ۱۴۰۰ مالي کال کې د کمېټې د فعالیتونو ارزونه، د ستونزو او ننګونو پېژندنه او د کمېټې د فعالیتونو د نظارت د میکانیزم پياوړتیا بلل شوې ده.
ښاغلي جلال د غونډې په پیل کې له اروپايي اتحاديې سره د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د غونډې په تړاو چې د روان کال د غبرګولي پر شلمه ترسره شوې وه، د کمېټې غړو ته معلومات ارایه کړل او ويې ویل، د کمېټې د اجرااتو د اروزنې د پایلو پر اساس، د ځینو بنچمارکونو په ترسراینه کې پرمختګونه شوي دي او د ځینو بنچمارکونو د ترسراینې په برخه کې ځینې ننګونې او ستونزې لیدل کېږي. نوموړي همداراز د کمېټې له غړو وغوښتل چې د بنچمارکونو د موخو د ترلاسي لپاره دې لا زیاتې هڅې وکړي.
د دغې ناستې په دوام، د سرچینو او ادارې عمومي رئيس ښاغلي ارغون، د کمېټو غړو ته د بنچمارکونو د موندنو، د موخو د ترلاسولو لپاره د لازمو اقداماتو او د هر بنچمارک د مسؤولانو د فعالیتونو په تړاو مفصل بحث وکړ.
د کمېټې د غړو د ننګونو تر ارزونې وروسته د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون تعدیل، د کړنلارو د تخنیکي ستونزو بیاکتنې، د وړتیا پر اساس د اشخاصو د ګومارنې، د جنسیت پر اساس توپيري سلوک شکایتونو ته د رسیدګۍ د دفتر ایجاد، د شمتنیو د ثبت میکانیزم ایجاد، د کارکوونکو د مخینې ارزونه، د څارنوالانو د معاشونو زیاتوالي، د اجرااتو ا ارزونې د میکانیزم ایجاد، د قضیو عادلانه توزیع، مسلکي زده کړو پرورګرامونو، د شهود او متضررینو د ملاتړ دفتر فعالول او ایحاد، له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو تحقیق او تعقیب، له اداري فساد سره د مبارزې قضیو تحقیق او تعقیب او د ملتوي قضیو د رسیدګۍ په تړاو تصامیم ونیول شو.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د اروپايي اتحاديې د بنچمارکونو د تطبیق کمېټې له خوا تصمیم ونیول شو، چې د کمېټې غړي موظف دي، چې د ناستې د تصامیمو پر اساس د بنچمارکونو د تطبیق لپاره خپل اجرايي پلانونه ترتیب او د تطبیق په تړاو یې راروانو غونډو ته اطمنیان ورکړي.