د کابل شمال ختیځ زون استیناف څارنوالۍ ۹۴ جرمي قضيو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۸:۱۳

د کابل د شمال ختیځ زون استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۹۴ قضیې د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته محکمو ته لېږلې دي.

په دغو قضیو کې دوه قضيې د قتل، ۴۱ د غلا، ۱۲ د نشه يي توکو، شپږ د ترافیکي جرمونو، ۱۱ د اداري فساد او ۲۲ هم د نورو متفرقه جرایمو په تړاو دي.

له دې ډلې ۴۰ قضيې نهايي شوې او تورن یې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي او ۸۲ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې دي او دوه قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

د یادو شویو شمېرو له مخې، تر ټولو ډېرې قضيې د غلا د جرایمو په تړاو ثبت شوې دي.

دغو قضیو ته د رسېدنې له درکه، د یاد ریاست له خوا دوه میلیونه او ۳۸۲ زره او ۸۹۶ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او ۹۱۶ زره او ۸۹۶ افغانۍ په مانت ډول او یو میلیون او ۴۶۶ زره افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي.

همداراز شپږ میله کمري وسله او څه اندازه نشه يي توکي او الکولي مشروبات هم ضبط شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS