د ملي امنیت دوه منسوبین د ۳۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت په تور له پنځو تر لسو کالو بند محکوم شول

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۶:۲۱

د ۰۲۰ ریاست فعال احتیاطي کارکوونکی بریدجنرال سید محمد عظیم او د ملي امنیت ریاست د تحقیق مدیر ډګروال محمد ناظم د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه په علني توګه محاکمه شول.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، دغو کسانو په ګډه له طالبانو سره د همکاري په تور د یو مظنون د ازادولو په بدل کې ۳۰ زره امریکايي ډالر غوښتل، چې د رشوت اخیستلو پر مهال د کشفي ځواکونو له خوا ونیول شول او د نوموړو قضیه لویې څارنوالۍ ته د زیاتو تحقیقاتو لپاره واستول شوه.

د قضيې موظف څارنوال د تحقیق او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته تورنو ته د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې څلورمې فقرې، ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې، ۳۷۰ مادې دویمې فقرې او ۳۷۵ مادې دویمې فقرې پر اساس د سزا غوښتنه وکړه.

د دغې ناستې قضايي پلاوي برید جنرال سید محمد عظیم په پنځه کاله او یوې میاشتې تنفیذي حبس او ډګروال محمد ناظم په لسو کالو او یوې میاشتې تنفیذي حبس او له وظیفې پر انفصال په مجازاتو محکوم کړل.

دغې محکمې هر تورن د ۳۰ زرو امریکايي ډالرو په ورکولو او په تضامني توګه د یوه آیفون ۱۱ پرومکس د بیې ۱۰۴ زره او ۳۵۵ افغانیو په ورکولو محکوم وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS