د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې له رئیس سره د لویې څارنوالۍ د سرپرست لیدنه

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۷:۴۰
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سرپرست لوی څارنوال محترم ذبیح الله کلیم د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې له رئيس حمیدالله طهماسي سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر درېيمه په لویه څارنوالي کې ولیدل.

د دغې لیدنې موخه د بندیانو د ستونزو هواری، د همکاریو پياوړتیا او د لویې څارنوالۍ او د زندانونو د چارو تنظیم ادارې ترمنځ لا همغږي بلل شوې ده.

ښاغلي کلیم په دې ناسته کې د لویې څارنوالۍ او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، د دواړو ادارو په همغږۍ سره به په بندخونو کې د بندیانو ستونزې په سمه توګه حل شي، چې له یوې خوا به عدالت تأمین او له بلې خوا به د هېوادوالو حقوق ضایع نه شي. د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي د عدالت تأمین او د قانون واکمنۍ ته ژمنتیا لري او په دې برخه کې پوره پوره کوښښ کوي.

په ورته وخت کې د زندانو د چارو د تنظیم ادارې رئيس حمیدالله طمهاسي د همکارۍ تر څنګ وویل، چې دا اداره هڅه کوي، له لویې څارنوالۍ سره په همکارۍ او همغږۍ د بندیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

همداراز په دې ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې دواړه ادارې به یوه کمېټه جوړوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو ستونزو ته رسیدګي او د قانون له مخې پر وخت د بندیانو د برخلیک نظارت وکړي. همداراز دا کمېټه به شته ننګونې مشخصې او د هواري لپاره به یې د نافذه قوانینو پر اساس اجراات کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS