د هېواد په کچه د بې برخلیکه بندیانو او توقیف شویو ستونزو هواری، کاري لومړیتوب دی

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۷:۵۰
ago

د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه چې د بندیانو، توقیف شویو او تر نظارت لاندې افرادو د ستونزو د هواري په موخه ناسته کې يې ګډون کړی و، وویل چې د بې برخلیکه بندیانو او توقیف شویو د ستونزو هواری کاري لومړیتوب دی.

دا ناسته د لویې څارنوالۍ د عسکري مرستیالۍ سرپرست څارنمل عبدالمبین رحیمي، ارشد سلاکار څارنپوه نورحبیب جلال او د ځینو نورو رئيسانو او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د استازي په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه وشوه.

د دغې ناستې موخه په مرکز او ولایتونو کې بندیانو، توقیف شویو او تر نظارت لاندې افرادو ته چې نسبتي دوسيې یې نهايي شوې نه دي، د عدلي او قضايي بنسټونو هراړخیز پام بلل شوی دی.

ښاغلي علامه د غونډې په پیل کې د بندیانو، توقیف شویو او تر نظارت لاندې کسانو د حقونو پر رعایت ټینګار وکړ او ویې ویل، دا کسان پر عدلي او قضايي بنسټونو حق لري او دا بنسټونه باید جدي پام ورته وکړي. د نوموړي په وینا، په ملي او نړیوالو اسنادو کې د بندیانو، توقیف شویو او تر نظارت لاندې اشخاصو حقوق په رسمیت پېژندل شوي او په معین وخت کې د هغوی د دوسیو پر بشپړېدا ټینګار شوی دی.

ښاغلي علامه د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې له رئيس سره د سرپرست لوی څارنوال غونډې ته په اشارې سره زیاته کړه، د زندانونو چارو تنظیم ادارې رئيس د هغو بندیانو د دوسیو د پای ته رسولو په تړاو چې لا نه دي نهايي شوې، له لویې څارنوالۍ د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي د دغې ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو ستونزو د رسیدګۍ په موخه، د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د جدول له مخې په دې تړاو ژر تر ژره اقدام وکړي. د نوموړي په وینا، په ځانګړي وخت کې د بندیانو، توقیف شویو او تر نظارت لاندې افرادو د دوسیو څېړل انساني، ملي او نړیوال مسوولیت دی، چې دا د بشري حقونو او قوانینو د نقض مخنیوی کوي.

په دې ناسته کې د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د جدول پر اساس، د بې برخلیکه بندیانو دوسيې مشخصې او اړوندو څارنوالیو ته واستوي. همداراز ریاستونه مکلف دي، چې د نسبتي دوسیو د حکم د قطعیت په تړاو هم ډاډ ورکړي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ، د څرخي پله له زندانه لیدنه وشي او د هغو بندیانو دوسیې له نژدې وارزول شي، چې د دوسیو د قانوني طي مراحلو په تړاو ستونزې لري.

همداراز پرېکړه وشوه، چې د لویې څارنوالۍ او د زندانونو د چارو تنظیم ادارې ترمنځ یو ګډ پلاوی جوړ شي، چې په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو ستونزو ته پرله پسې رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS