د فاریاب استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۳:۲۸
فاریاب

د فاریاب استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیار حسیب الله بهادر د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اتمه د دغه ولایت د زندان او د ماشومانو د روزنې مرکز لیدنه او له محبوسینو سره یې له نژدې د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د دغه لیدنې موخه په فاریاب ولایت کې د بندیانو ستونزو ته رسیدګي بلل شوې ده.

د ښاغلي بهادر په وینا، د فاریاب د زندان په عمومي مدیریت کې ۴۴۲ تنه بندیان دي، چې له دې ډلې د ۲۸۵ بندیانو دوسيې نهايي شوې او د ۱۵۷ نورو بندیانو دوسیې د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ ریاست، له ښځو سره د تاوتریخوالي او د مرکز په ځینو نورو څارنوالیو کې تر قانوني دوران لاندې دي.

د نوموړي په وینا، په دغه ولایت کې د څه مودې لپاره د مخابراتو ریاست د پسټي خدمتونو د بندیز له امله، د دغو بندیانو نهايي پرېکړې د فاریاب استیناف څارنوالۍ ته رارسېدلې نه دي.

د ښاغلي بهادر په وینا، په دغه ولایت کې د بندیانو له ډلې، ۱۰ ښځینه بندیانې شتون لري، چې د اتو بندیانو دوسيې نهایي شوې او د دوو نورو تر توقیف لاندې دي. د نوموړي په وینا، د دغو دوو کسانو دوسیې تر قانوني پړاو لاندې دي او ډېر ژر به نهايي شي.

همداراز د یوې نجلۍ په ګډون درې محجوزان د ماشومانو د روزنې په مرکز کې دي، چې د دوو دوسيې نهايي شوې او د یوه بل دوسيه دویمې محکمې ته لېږل شوې ده.

د فاریاب استیناف څارنوالۍ رئيس له هغو بندیانو سره چې دوسيې يې تر محاکماتي دوران لاندې دي، ژمنه وکړه، چې دوسيې به يې ډېر ژر نهايي شي او لویه څارنوالي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په مرسته په دې برخه کې جدي هڅه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

BACK TO NEWS