د څرخي پله زندان د بندیانو دوسیې بررسي شوې

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۸:۴۹
ago

د لویې څارنوالۍ د احکامو د تنفیذ رئیس محمد هاشم ستانکزي په مشرۍ یوه پلاوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اتمه د څرخي پله د بندیانو لیدنه وکړه او د هغوی دوسیې یې بررسي کړې. دغه پلاوي د ۲۵۰ بندیانو دوسيې چې د زندانونو د چارو تنظیم ادارې له خوا یې نوملړ له دغې ادارې سره شریک شوی و، بررسي کړې دي.

د یاد شوي پلاوي د موندنو پر اساس، په ځینو دوسیو کې د رد مال، محکوم بها او تمیز غوښتنې په برخو کې ستونزې شته. دا پلاوی وايي، د توقیف شویو دوسیې په تعقیب او محاکماتي پړاوونو کې دي.

دغه پلاوي د څرخي پله زندان د بندیانو د دوسیو د ارزولو لپاره اووه کمېټې تشکیل کړې، چې د دغو ۲۵۰ بندیانو دوسیې وارزوي او ستونزو ته یې قانوني رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS