د اداري فساد په تور د دوو څارنوالانو دندې وځنډېدې

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۹:۴۷

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د عمومي ریاست په وړاندیز، د اداري فساد په تور، د کاپيسا د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال او د تخار، چال ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ د تحقیق آمریت څارنوال دندې د لویې څارنوالۍ له خوا وځنډېدې.

دا څارنوالان د یوه هېوادوال تر شکایت وروسته چې نوموړو تورنو ترې پيسې غوښتې وې، تر تعقیب لاندې راغلي دي. اوسمهال لویه څارنوالي دا مسأله په جدي توګه څېړي.

د افغانستان لویه څارنوالي د قانون یوشان تطبیق ته ژمنه ده او دغې ادارې ته هېڅوک تر قانون لوړ نه دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS