د لويې څارنوالۍ عسکري مرستیالۍ ۴۵۴ جنايي قضیو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۸:۵

لویې څارنوالۍ د عسکري مرستیالۍ له لارې د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۴۵۴ جنايي قضيې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده.

په دغو قضیو کې ۲۲ قضيې د قتل، ۱۲ د غلا، دوه د اخلاقي جرمونو، څلور د نشه يي توکو، پنځه د ترافیکي جرمونو، اووه د اداري فساد او همداراز ۴۰۲ قضيې د نورو جرایمو په تړاو ثبت او رسېدنه ورته شوې ده.

له دې ډلې د ۱۸۸ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي او همداراز ۱۸ مورده د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۲۶۲ مورده هم اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۱۸۷ زره او ۲۶۵ افغانۍ نقدي جزا د دغې مرستیالۍ له خوا تثبیت او د دولت بانکي حساب ته لېږل شوې ده.

د لویې څارنوالۍ عسکري مرستیالي وايي، تر ټولو ډېرې قضيې په کابل، ننګرهار او کندهار کې ثبت شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS