دوه کسه د پیسو د ناقانونه لېږد په تور په پنځو میاشتو حبس او د یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو په سپارلو محکوم شول

یکشبنه (۱۴۰۰، چنګاښ ۲۰)، اسدالله د بابه قل او مول الدین د نورالدین زامن له هېواده بهر ته د یو میلیون او ۴۰۰ ډالرو ناقانونه لېږد په تور د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا محاکمه شول.
دا کسان د روان کال د وري پر ۱۵ اوزبیکستان ته د حیرتانو د بندر له لارې د یادو شویو پيسو د لېږد پر مهال کشفي ارګانونو نیولي وو او دوسیه یې د تحقیق لپاره د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږلې وه.
دغه مرکز د څارنوال د مطالبې پر اساس، تورن د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې له مخې په پنځو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړل او همداراز د یو میلیون او ۴۰۰ ډالرو او دوو کرولا موټرو د مصادرې حکم یې هم صادر کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې لومړنۍ محکمې هم یاد تورن په ورته سزا محکوم کړي وو.