د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د لسوګونو افغانانو د وژنې قضیې د ارزولو په تړاو د لویې څارنوالۍ اعلامیه

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۱:۴۳
ago

کابل – افغانستان، ۱۴۰۰، زمري ۳

د کورنيو رسنیو او نړیوالو بنسټونو د خپرو شویو راپورونو پر اساس، لسګونه افغانان د بشرضد عناصرو له خوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

 

د نړیوالو تړونونو په رڼا کې، دا پېښه د نړیوال جرم دی او د افغانستان جزا کوډ هم د نسل وژنې او جنګي جنایت په توګه جرم بللی دی.

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلف دی، چې د افغانانو د ځان، مال او حیثیت دفاع وکړي او ټول ملي او نړیوال جرایم چې په دې خاوره کې پېښېږي، په جدي توګه وارزوي.

 

د ا.ا.ج دولت لویه څارنوالي امنیتي-کشفي بنسټونو ته هدایت ورکړی، چې له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په همغږۍ دا پېښه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په هراړخیزه توګه بررسي کړي او خپلې موندنې د تحقیق، عدلي تعقیب او د مرتکبینو د مجازاتو لپاره له دې ادارې سره شریکې کړي.

 

لویه څارنوالي د قانون د مجري بنسټ په توګه، د هرې قضيې په دقیقې، جدي او هراړخیزې ارزونې سره زړورو او رنځېدلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې له قانونه د بښنې وخت پای ته رسېدلی او دغې ادارې ته هېڅ فرد او ډله له قانون څخه لوړه نه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS