له مراجعینو او هېوادوالو سره د سرپرست لوی څارنوال لیدنه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱:۷
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمری پر ۴ د مراجعینو عریضو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه مخامخ له ځینو هېوادالو سره ولیدل.

سرپرست لوی څارنوال د دوشنبې کاري ورځې د هېوادوالو قانوني غوښتنو، د ستونزو هواري او د دوی نسبتي دوسیو ته د بېړنۍ رسېدنې لپاره ځانګړې کړې ده. ښاغلی کلیم د دوشنبې پر ورځو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له لسګونو هېوادوالو سره ګوري او د هغوی ستونزې اوري.

دا لیدنې د حقوقي سلاکارانو او د لویې څارنوالۍ د ځینو ریاستونو د رئیسانو په حضور د مراجعینو عریضو ته د بېړنۍ رسېدنې او په تړاو یې د اجرااتو د ډاډ د ترلاسي په موخه کېږي.

د لویې څارنوالۍ د مشرتابه لومړیتوب عدالت او حقونو ته خلکو لاسرسی دی او دا لیده کاته، د دغه لومړیتوب رښتیاینې ته لاره هواروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS